Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د سیکانو پر درمسال برید کې ۲۵ کسان وژل شوي

admin by admin
2020/03/25

کابل کې په افغان سیکانو برید درې دیرش کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د چهارشنبې سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار لومړۍ حوزې اړوند شوربازار سیمه کې یو تن برید کونکي د افغان سیکانو پر عبادت ځای برید وکړ.

عیني شاهدان وايي، بریدګر لومړی د درمسال ساتونکی په ډزو وواژه او بیا یې پر عبادت کوونکو ډزې پیل کړې چې شپږ ساعته یې دوام درلود.

افغان ځواکونه په کم وخت کې وتوانیدل چې له یرغمل کسانو څخه اتیا تنه چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو وژغوري.   

د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه افغان سیکان وژل شوي او اته تنه ټپيان دي.

د وزارت ویاند طارق ارین وول افغان ځواکونو په کم وخت کې اتیا تنه یرغمل کسان روغ رمټ وژغورل.

د درمسال دننه عبادت‌ځای د معبودینو په وینو سور و، افغان سک لږکیو باندې داسې ویر ګډ و چې ښايي د هرې کورنۍ یو کس قرباني ورکړې وي او د ځینو کورنیو څو کسان په کې وژل شوي وي.

له برید شاوخوا یو ساعت وروسته وسله والو طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړل  خو داعش وسله‌والې ډلې یې مسوولیت ومانه.

دا په تېرو دوه کلونو کې په اهل هنود دویم ستر برید دی چې داعش وسله واله ډله یې پړه مني. دوه کاله وړاندې په جلال اباد ښار کې پر افغان سیکانو ځانمرګی برید شوی و چې د مشرانو په ګډون یې څوارلس غړي وژلي وو.

دغه برید په کور دننه او بهر په سختو ټکو غندل شوی او ستر بشري جنایت یې بللی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist