د ډاکټر عبدالله عبدالله غوښتنې د اساسي قانون په خلاف دي.
ولسمشر محمد اشرف غني ولس ته په لنډه تلویزیوني وینا کې وویل، ډاکټر عبدالله عبدالله په اساسي قانون کې پر تغیراتو ټینګار لري هغه څه چې د ولسمشر په خبره د هیڅ فرد او ډلې کار نه دی او په اساسي قانون کې تعدیلات یوازې د لویې جرګې صلاحیت دی.
ولسمشر غنی وویل، عبدالله ته یې د سولې پروسه کې اساسي رول ورکاوه او ټیم ته یې هم په کابینه کې ځای په نظر کې نیولی و خو د عبدالله ټينګار د اساسي قانون په تغیر و.
د امریکا مرستو کمیدو ته د ولسمشر ځواب دا و چې دولتونه حتماً د احتیاط لپاره برنامې لري او افغان حکومت هم دې حالاتو لپاره چمتووالی لري.
ولسمشر وویل، د مرستو کمیدل به هیڅ اغیز ونه لري خو په ورته وخت کې یې وویل، هڅه مو داده چې دا موضوع د خبرو اترو له لارې حل شي.
ولسمشر غني د خپلې وینا په اخر کې پر طالبانو غږ وکړ چې د کرونا ناروغۍ لپاره دې اوربند وکړي ځکه دده په خبره د طالبانو واک لاندې سیمه کې هم ځان د ولس پر وړاندې مسول بولي او که کومه پېښه راځي نو مسولیت به یې د هغوی پر غاړه وي.











