متحده ایالاتو د یوې اعلاميې په خپرولو سره د افغان مشرانو اختلافاتو د خواشيني وړ بللی او ویلي یې دي چې د افغان مشرانو اختلافات افغانانو او امریکایانو ته سپکاوی دی.
په اعلامیه کې راغلي، ((متحده ایالات په ژوره توګه خواشینی دی چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نه دي توانیدلي چې په داسې یو حکومت باندې موافقه وکړي چې وکولی شي ښه حکومتدارۍ، سوله، امنیت او افغان وګړو ته روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.))
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، ((د افغان مشرانو ناکامي د متحده ایالاتو او افغانستان اړیکو ته زیان رسولی او له بده مرغه دا هغو افغانانو، امریکایان او د ایتلاف ملګرو ته سپکاوی دی چې د دې هیواد د بیا جوړولو لپاره یې خپل ژوند قرباني کړې ده.))
متحده ایالاتو د افغان مشرانو اختلافات خپل امنیت او ملي ګټو ته ګواښ کڼلی او ویلي یې دي چې دوی په افغانستان کې په روانو ټولو پروژو او پروګرامونو بیا کتنه کوي.
وړاندې په اعلامیه کې راغلي دي چې متحده ایالات په روان کال کې په سمدستي توګه یو میلیارد ډالر مرسته له افغانستان سره کموي او که چيري افغان مشران په یو ټول شموله حکومت سره موافقې ته ونه رسیدل، راتلونکي کال که به هم یو میلیارد ډالر مرسته وځنډوي.
متحده ایالاتو یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې دوی د هغو نظامي عملیاتو چې د سیاسي اهدافو لپاره په لار اچول کیږي او همدارنګه د موازي حکومت ملاتړ نکوي.
متحده ایالاتو ویلي دي چې دغه هیواد په سیاسي جوړجاړی باور لري او په افغان مشرانو یې غږ کړی چې باید یو داسې ټول شموله حکومت را مینځته کړي چې افغاناو ته امنیت چمتو کړي.
اعلامیه زیاتوي: ((که چیرې افغان مشران یو ټول شموله حکومت تشکیل کړي او د سولې په پروسه کې برخه واخلي، متحده ایالات چمتو ده چې د دې څخه ملاتړ وکړي.))
متحده ایالاتو همدارنګه ویلي چې د افغانستان خلکو ته د امریکا د کلک هوډ څرګندولو لپاره، متحده ایالات به افغانستان د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره 15 ملیونه ډالره مرسته وکړي.











