تیره شپه د کندز درې ولسوالیو دشت ارچي، خان اباد او امام صاحب کې طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۴۳ وسله والو او ۶ تنو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندز امنیه قوماندانۍ ویاند هجرالله اکبري وایي، ۲۴ تنه وسله وال وژل شوي او د طالبانو د یو سرګروپ قاری حافظ په ګډون ۱۹ نور ټپیان دي.
اکبري زیاتوي چې په دغه نښتو کې دوه تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او څلور ټپیان دي خو د وسله والو بریدونه یي په شاه کړي دي.
.طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي











