د بلخ د عامې روغتیا رییس ډاکټر خلیل حکمتي شمشاد سره خبرو کې تایید کړه چې پر کرونا اخته یو کس مړ شوی دی.
حکمتي وویل چې دغه شخص د چمتال ولسوالۍ اوسیدنکی و او ایران ته هم نه وو تللی.
د هغه په خبره یاد شخص د بډوډو او ځیګر ناروغي هم درلودله.
بلخوا په هرات کې هم په کرونا ویروس یو شکمن ۶۵ کلن اخته کس په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویلي چې نن له غرمې وروسته په هرات ولایت کې د کرونا په ویروس یو شکمن اخته ناروغ چې د زړه ناروغي یې هم لرله په روغتون کې ساه ورکړې ده.
مسوولینو ویلي چې داکتران هڅه کوي څو مالومه کړي چې دغه کس د زړه ناروغۍ له امله مړ شوی که د کرونا له امله.
په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۴ ته رسېدلی.











