دغه پېښې درې په هرات، دوه کابل، دوه زابل او یوه یوه په کندهار، بلخ او غزني کې ثبت شوي دي.
عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز اندېښنه وښوده چې دغه ویروس د پراخېدو په حال کې دی .
ډاکتر فیروز له حکومت غوښتنه وکړه چې هرات قرنطین کړي او کابل کې تګ راتګ د پام وړ کم کړي.
وزیر وویل چې دغه ویروس د پراخېدو په حال کې دی او باید جدي ونیول شي.
ډاکتر فیروز الدین وویل چې په کابل کې دوه اخته کسان دیپلوماتان دي چې له نورو هېوادونو راغلي .
په کابل کې اوس مهال ۲۲۰ شکمنې پېښې ثبت شوي چې معاینات یي رواني او په دغو کسانو کې دوه د ملي شورا غړي دي.
ډاکتر فیروزالدین وویل هغه کسان چې عمرونه یي له ۶۵ پورته دی او په هرات کې دي باید له کوره ونه وځي.
وزیر لارښوونه وکړه چې د نورو تدابیرو ترڅنګ باید ویټامین ډي لویان او کوچیان هره اونۍ تر راتلوونکو شپږو اونیو وخوري.
له دې سره په ټول هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۳۴ ته ورسېدې چې یو ترې جوړ شوی او پاتې ۳۳ بستر دي.











