مدني ټولنې له خوا د یو شمېر حوزو پر پولیسو ماسکونه او دستکشې وویشل شوې.
د کرونا ویروس پر وړاندې عامې روغتیا وزارت هم له خپلې ډډې د تدابیرو خبره کوي خو تر څنګ یې یو شمېر ټولنیز بنسټونه هم همکارۍ ته ژمن دي او عملاً یې په دې برخه کې کار پیل کړی دی.
تازه د مدني ټولنې له خوا د پینځلسمې حوزې پولیسو ته ماسکونه، دستکشي او د کرونا ویروس د مخنیوي طرزالعمل د وېش تر څنګ هغه خونې او ځایونه پر انتي سپتیک موادو دوا پاشي شول چې تر یوه حده به د کرونا ویروس د خپراوي مخه ونیسي.
د مدني فعلانو بنسټ مشر یما ارین وايي دا کار ددې لپاره کوي چې افغان امنیتي ځواکونه په کرونا اخته نه شي.
د پنځلسمې حوزې آمر عبدالوحید نبرد پر ټولو غږ وکړ چې د کرونا د مخنیوي په موخه د امنیتي او دفاعي سکتورونو سره همکاري وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس پر وقایوي تدابیرو ټینګار کوي او وايي، امنتیي او دفاعي سکتورونو کې یې د کورنیو او دفاع وزارتونو په مرسته د کرونا د مخنیوي جدي تدابیر نیولي دي.
افغانستان ته کرونا ویروس له ایرانه راغلی چې اوس هم هره ورځ په سلګونو افغانان د هرات اسلام قلعه بندر له لارې هېواد ته راځي.
دغې چارې خلک اندېښمن کړي چې ګنې په دغو کسانو کې به یې یوشمېر کرونا ولري.











