Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان ځواکونه دې پر طالبانو بریدونه زیات کړي

admin by admin
2020/03/21

د زابل له بریدو وروسته پر طالبانو د بریدونو د زیاتېدو غوښتنه کېږي.

زابل کې پر افغان پوځ له برید وروسته اوس ټینګار دا دی چې افغان ځواکونه دې له دفاعي حالت تعرضي ته لاړ شي.

تحلیل کوونکي وايي؛ د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي سره دې افغان ځواکونه هم خپل عملیات او بریدونه پيل کړي.

له اورکم اونۍ وروسته تردې مهاله افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي خو طالبانو یوځل بیا خپلو وسله والو ته له افغان ځواکونو سره دجګړې امر ورکړی دی.

له افغان ځواکونو غوښتنه داده چې له دفاعي حالت را ووځي او د جګړې مقابل لوري باندې دې عملیات پيل کړي.

د چارو شنونکی عزیز ستانکزی او ولسي جرګه کې د هلمند استازې نسیمه نیازۍ داسې  وايي (( افغان ځواکونه دې له دفاعي حالت را ووځي او تعرضي حالت دې غوره کړي او اجازه دې نه و رکوي چې طالبان دافغان ځواکونو پوستو ته دومره نږدې شي چې په برید کې پوسته سقوط وکړي. نو په کار ده، چې ځکمني او هوايي ځواکونه خپل  عملیات زیات کړي او طالبانو ته اجازه ورنکړي چې سیمې ترې ونیسي،،،، هیله مو له حکومت څخه دا ده چې په عملیاتو کې دقیق اوسي او له دفاعي حالت څخه را ووځي.))

تازه په دې تړاو ملي دفاع وزارت څه نه وايي خو وړمه ورځ دغه وزارت په یو پیغام کې ویلي و چې ځواکونه یې دفاعي حالت کې دي.

طالبان بیا د خپلو بریدونو مسؤولیت هم پر حکومت وراچوي او باور یې دا دی چې بریدونو ګراف یې ټیټ ساتلی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد داسې وویل (( هیڅ ډول پرتوکول وجود نه لري چې موږ دې بریدونه نه کوو اوس چې هر څه دي مسوولیت یې بیرته افغان حکومت ته ورګرځي. زموږ بریدونه به دوام ولري خو موږ کوشش کړی چې کچه یې ټیټه وساتو.)) 

اوس چې جګړه په کم شدت سره بیا پيل شوې او اندیښنه شته چې پراخه به شي، د سولې د پروسې په بریا ټینګار کیږي.

عزیز ستانکزي داسې وویل (( که طالب دا فکرکوي چې ځان به په جګړه کې بریالی کړي او دجګړې میدان به وګټي نو بیا به حکومت په چا کوي ایا په قبرونو به حکومت کوي؟ جګړه د حل لار نه ده طالب مجبور دی چې منتخب حکومت سره که ښه دی او که خراب باید خبرې ورسره وکړي.))

د مالومات پر اساس د طالبانو له لوري پر افغان ځواکونو د ورځې تر دیرشو بریدونه کیږي او تلفات هم لري چې یوازې د جمعې په ورځ زابل کې له پنځه ویشتو زیات افغان سرتیري په کې وژل شوي دي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist