ولسي جرګې د کرونا وایرس له ویرې خپلې عمومي غونډې رامحدودې کړې .
وړمه ورځ په ولسي جرګه کې د وکیلانو ترمنځ داسې ګونګوسې وې چې ګني هغه وکیلان چې په وروستیو کې یې ایران ته سفر کړی په کرونا وایرس اخته شوي.
ددغه وژونکي وایرس له ویرې د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې د رایو په اکثریت پریکړه وکړه چې خپلې عمومې غونډې به رامحدودې کړي او په اونۍ کې به یوازې یوه عمومي غونډه ولري .
د جرګې په ازاد بحث کې پر سولې هم خبرې وشوې او وکیلانو د بین الافغاني خبرو په برخه کې ځینې وړاندېزونه هم درلود .
دوی وویل د بین الافغاني مذاکراتو لپاره باید داسې پلاوی اعلان شي چې د ټول افغانستان استازیتوب وکړي او په دغو مذاکراتو د پلاوي زیات تمرکز باید د سولې په بهرني اړخ وي چې د طالبانو تمویل کوونکي او ګاونډي هیوادونه دي .
د غیر قانوني وسلو پر ویش او له باندې یې پر راوړلو هم اندیښنې موجودې وي .
د ولسي جرګې دویم مرستیال عباس ابراهیم زاده وایي په غیرقانوني توګه افغانستان ته وسلې رالیږدول کیږي او په ځینو ولایتونو کې یې د ویش لړۍ روانه ده چې خطرناکه پایلې به ولري .
وکیلانو پر ولسمشر غني او مخکیني اجرایه رییس عبدالله عبدالله هم غږ وکړ چې نور دې خپل منځي سیاسي اختلافات پریږدي او په هیواد کې دې د شته بحرانونو دمهار لپاره کار وکړي .











