کرونا ویروس کولی شي په هوا کې په ساعتونو او د شیانو پر مخ په ورځو پاتې شي.
د متحده ایالاتو د الرجي او ساري ناروغیو ملي انسټیټیوټ ساینس پوهانو په کرونا ویروس د اخته کس ټوخی او د هغه چارې تر څیړنې لاندې ونیول، دوی ددې څیړنې لپاره یوه داسې وسیله وکاروله چې په ټوخي یا پرنجی کې د مایکروسکوپیک څاڅکو ازمولو لپاره ډیزاین شوې وه.
دغه څیړنه چې د نیو انګلینډ په طبې ژورنال کې پرون آنلاین خپره شوې ښیې، کله چې په کرونا ویروس اخته کس ټوخی یا پرنجی کوي، مایکروسکوپیک څاڅکي هوا ته لیږدول کیږي او دا څاڅکي لږترلږه درې ساعته په هوا کې ژوندي پاتې کیږي چې دا مایکروسکوپیک څاڅکي کولی شي نور خلک هم په کرونا اخته کړي.
همداراز ددغې څیړنې پایلې ښیې چې د کرونا ویروس د دریو ورځو لپاره په پلاستيکي او فولادي سطحو کې ژوندی پاتې کیږي، او په مسي سطحو بیا کرونا وایروس وروسته له څلورو ساعتونو غیرفعال یا هم له منځه ځي.
دغې څیړنې دا هم وموندله چې د یو ساعت او شپږ دقیقو وروسته د کرونا وایروس ۷۵ سلنه ذرات په هوا کې له فعالیت لوېږي، خو بیا هم ۲۵ سلنه ذرات یې ژوندي وي. خو وروسته له دریو ساعتونو څخه د ژوندي ویروس اندازه ۱۲.۵ سلنه ذرات ژوندي پاتې کېږي.
فولادي سطحو کې بیا کرونا ویروس پنځه نیم ساعتونو کې ۵۰ سلنه له منځه ځې، خو پلاسټیکي سطحو کې بیا ددغه وایروس ۵۰ سلنه ذرات په شپږ ساعته او ۴۹ دقیقو کې له فعالیت لوېږي.
ددغې څیړنې له مخې، ۵۰ سلنه د کرونا ویروس ذرات په مسي سطحو کې په ۴۶ دقیقو کې غیر فعالیږي او یا هم له منځه ځي.











