کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې له احتکار کوونکو سره به قانوني چلند وکړي.
کورنیو چارو وزارت ټولو هغو کسانو ته د قانوني چلند خبرداری ورکړی چې بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو احتکار کوي او بیې لوړوي.
کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، یو شمېر سوداګرو په بازارونو کې خوراکي او د ژوند د نورو لومړنیو توکو برخه کې احتکار کړی او غواړي چې دا توکي په لوړه بیه وپلوري.
وزارت ویلي، دا کار د قانون خلاف دی او جرم شمېرل کېږي.
کورنیو چارو وزارت ټولو پولیسو ته امر کړی چې له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې په بازار کې یې احتکار ته زمینه برابره کړې ده.
تیره ورځ کابل او په یو شمېر نورو ښارونو کې د خوراکي توکو بیې په بې سارې توګه پورته لاړې چې په ځینو برخو او ښارونو کې حکومت مداخله هم وکړه.
خلک هم له کورنیو چارو وزارت همدا تمه لري چې قانون پلې کړي او ملت ته اسانتیاوې برابرې کړي.











