ګونګوسې دي، چې د ولسي جرګې دوه غړي هم په کرونا اخته شوي دي.
داسې شایعات شته چې د ولسي جرګې هغه غړي چې تازه یې ایران ته سفر کړی په کرونا اخته دي .
د ولسي جرګې رییس هم دغه شایعات تاییدوي او له ټولو وکیلانو غواړي چې ځانونه قرنطین کړي .
په ورخت کې عامې روغتیا وزارت له ولسي جرګې وغوښتل چې دیوې میاشتې لپاره چارې وځنډوي هغه څه چې د وکیلانو له مخالفت سره مخ شو .
عامې روغتیا وزارت ګڼه ګوڼه او د انسانانو ترمنځ کمه فاصله دکرونا وایرس د انتقال لپاره ښه زمینه یادوي او له همدې امله یې له ولسي جرګې وغوښتل چې خپلې چارې دیوې میاشتې لپاره وځنډوي .
له دې غوښتنې وروسته د ولسي جرګې رییس دغه مسله رایې اچوونې ته وړاندې کړه چې اکثریتو وکیلانو یې مخالفت وکړ.
په ورته مهال د ولسي جرګې د غړو ترمنځ داسې اوازې چې ځينې وکیلان په کرونا وایرس اخته شوي خو په دې تړاو ولسي جرګې په رسمي ډول څه نه دي ویلي .
بلخوا د جرګې رییس میر رحمان رحماني بیا یوازې دغه اوازې تاییدوي او له وکیلانو یې وغوښتل چې د دغې وژنکې ناروغۍ نه د خلاصون لپاره ځانونه قرنطن کړي .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د روان تقنیني کال لپاره ولسي جرګې خپل اداري پلاوي نه دی بشپړ کړی او دمنشي څوکۍ یې خالي ده .











