ولسمشر غني د ټولو پوهنتونو او ښونځیو د تړلو لارښونه وکړه.
د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او ښونځیو د تړلو پرېکړه وشوه.
دغه پرېکړه د کرونا ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره د ښوونې او روزنې، لوړو زدهکړو او عامې روغتیا وزارتونو په وړاندیز او د ولسمشر غني په لارښونه شوې ده.
پرېکړه شوې چې ښوونځي او پوهنتونونه به د راتلونکي حمل میاشتې تر ۳۰ نېټې تړلي وي.
د پوهنتونونو او ښونځیو پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې په افغانستان کې د کرونا ناورغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۱۱ ته لوړ شو.
له دغو پېښو اته یې په هرات، دوه سمنګان، یوه کاپيسا او بله په بلخ ولایت کې ثبت شوې ده.











