Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو ته د ملي امنیت شورا وړاندیز!

admin by admin
2020/03/14

امنیت شورا طالبانو ته د سولې خبرو پرمخ بیولو لپاره د یوه میکانیزم وړاندیز کړی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي٬ د میکانیزم له مخې به طالبان له موږ سره د حل لارې موندلو لپاره کار وکړي٬ چې زندانیان یې خوشي شي.

حکومت ویلي چې نن شنبه به د طالب زندانیانو د خوشې کیدو لړۍ پیل کیږي خو دا لړۍ داسې مالومېږي چې د یوې مودې لپاره ځنډول شوې ده.

د امنیت شورا ویاند په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو د سولې د خبرو د مخکې بیولو لپاره یې هغوی ته د یوه میکانیزم وړاندیز کړی٬ چې له دې لارې طالبان باید له موږ سره د حل لارې د موندلو لپاره کار وکړي، چې بندیان یې خوشې شي او سولې ته اړ شي.

جاوید فیصل داسې لیکلي (( موږ د سولې پروسې پر مخ بیولو لپاره یو مکانیزم وړاندېز کړی. د دې میکانیزم له مخې طالبان باید له موږ سره د حل لارې د موندلو لپاره کار وکړي، چې بندیان یې خوشي شي او سولې ته اړ شي.

پرېکړه اوس د دوی سره ده، چې د ستونزې برخه پاتې کیږي او که د حل برخه ګرځي))

د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا بیا وايي٬ طالب مشران د ټولو زندانیانو د ازادیدو غوښتنه کوي او پرته له هغې به بین الفغاني مذاکراتو ته لاره هواره نشي.

د ملي شورا غړي د طالب زندانیانو د ازادیدو په تړاو خوشبینه دي چې د سولې خبرو ته به لاره هواره شي خو یو لړ اندیښنې هم لري چې ګواکي بیرته جګړو ته مخه نه کړي.

د ولسمشر غني د فرمان له مخې باید هره ورځ سل طالب زندانیان خوشي شوي واي خو تر اوسه د زندانیانو د خوشي کولو لړۍ نه ده پیل شوې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist