جمهور رییس محمد اشرف غني په یو فرمان کې د اجرایه ریاست لغوه کړ.
د ولسمشرغني ویاند صدیق صدیقي په یو خبري کنفرانس کې تائید کړه، چې ولسمشر د اجرایه ریاست په تړاو فرمان صادر کړی او لغوه شوی دی.
صدیقي وویل اجرایه ریاست نور د حکومت په تشکیل کې نهشته.
هغه وویل د ولسمشر محمد اشرف غني د تحلیف له مراسمو وروسته نور اجرائیه ریاست نشته دي.
اجرایه ریاست تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
ولسمشر غني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ته سپارښتنه کړې، چې د اجرایه ریاست کارکوونکي او وزیرانو شورا دارالنشاء دې د حکومت په نورو ادارو کې مقرر کړي.











