ولسمشر غني د خیبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر مشرانو سره وکتل.
په دغه کتنه کې افتاب احمد خان شېرپاو، فرحت الله بابر، افراسیاب خټک، غلام احمدبلور، محمودخان اڅکزي، محسن داوړ او بشرا ګوهر ولسمشر غني ته د دویم ځلې بریا مبارکي ورکړه.
ولسمشر غني په دغه لیدنه کې باعزته او تلپاتې سوله د افغانانو اساسي غوښتنه بللې، خو ټینګار یې کړی چې موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې سوله د بل جنګ پیلامه نه ده.
له خیبر پښتونخوا راغلو میلمنو سوله د دواړو خواوو لپاره مهمه وبلله او په دې برخه کې یې د ولسمشر غني د هڅو ستاېنه وکړه.
د پښتونخوا څخه راغلو مشرانو د افغانستان امن د ټولې سیمې او په ځانګړي ډول د خیبرپښتونخوا او بلوچستان لپاره چې جنګ او تروریزم سخت ځپلي، ارزښتناکه وباله.
په دغه کتنه کې د ولسمشر غني دوه مرستیالان، د ملي شورا دوه خونو رییسانو، د کابینې یو شمېر غړو او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم ګډون درلود امرالله صالح د افغانستان د ټولو ګډ کور یاد کړ او د پښتونخوا مشرانو له راتګ یې مننه و کړه.











