ارګ وایي، ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د ځینو بندیانو د بخښنې او له بنده د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر لیکلي چې، د دې کار موخه د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل دی.
دا فرمان په څلورو مادو کې تېره شپه ناوخته لاسلیک شوی او خپور شوی دی.
۳/۳د فرمان په دویمه ماده کې لیکل شوي، چې په لومړي ګام کې به د پروان له زندانه، ۱۵۰۰ طالب بندیان خوشې شي، چې لړۍ یې د کب په ۲۴ مه یا راتلونکې شنبه پیلېږي او هره ورځ به ۱۰۰ بندیان، د عمر، روغتیایي وضعیت او د بند پاتې مودې ته یې په پام خوشې کيږي.
د فرمان په درېیمه ماده کې لیکل شوي، نور ۳۵۰۰ طالب بندیان به د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو له پیلېدو وروسته او د مذاکراتو په ترڅ کې خوشې کېږي.
صدیقي لیکلي، په هرو دوو اوونیو کې به ۵۰۰ طالب بندیان خوشې شي او په دې شرط چې تاوتریخوالی د پام وړ کم شي.
د فرمان په څلورمه ماده کې لیکل شوي، چې د ملي امنیت شورا د دې فرمان عملي کولو مسوولیت لري او نورې اړوند ادارې به همکاري کوي.











