د مارچ لسمه ممکن بین الافغاني خبرو لومړی پړاو پیل شي.
د مارچ لسمه طالبانو سره د بین الافغاني مزاکراتو احتمالي نېټه ټاکل شوې چې لومړنی پړاو مذاکرات به پیلیږي.
تر اوسه د حکومت مرکچي پلاوی نه دی اعلان شوی خو ولسمشر غني د ملي شورا په پرانسته کې ډاډ ورکړی چې ټاکلې مودې ته به یې پلاوی برابر وي.
د حکومت مخالف سیاسي جهتونه وایي، تر اوسه پورې له دوی سره د پلاوي په ټاکنه کې کومه مشوره نه ده شوې.
د حزب اسلام ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي، بین الافغاني خبرو ته د حکومت له لوري د مذاکراتي پلاوي په تړاو تر اوسه ورسره مشوره نه ده شوې.
ولسمشر غني د ملي شورا پرانستې پرمهال وویل، چې ټاکلې مودې لپآره به د دوی پلاوی طالبانو سره خبرو ته تیار وي.
د افغان سولې لپآره د امریکا استازی له تېرو څو ورځو را په دې خوا کابل کې له سیاسي مشرانو سره په لیدنو بوخت دی.
خلیلزاد کابل کې د ملي امنیت شورا سلاکارحمدالله محب سره تېره ورځ د سولې په راتلونکي بهیر غږېدلی دی.
له حکومته جلا سیاسي ډلې یوه ننګونه ده چې د سولې په اړه لیدلوري یې بیخي جلا ښکاري.
طالبانو له خپل اړخه ویلي چې خبرو ته تیار دي خو تراوسه یې خپل مرکچي پلاوي نوملړ نه دی اعلان کړی چې پخوانی ټیم به یې خپلمنځیو خبرو کې رامخکې شي او که به نوی پلاوی رامنځ ته کوي.
د خپلمنځیو خبرو لپآره یوه ورځ په مخکې پاتې ده اوس به ولیدل شي چې په ټاکلې نېټه به مزاکرات پیل شي او کنه؟ تر اوسه مالومه نه ده چې دا خبرې به چېرته پیلیږي، خو ناروې او جرمنې هغه هېوادونه دي چې د کوربتوب هوډ یې ښوولی دی.











