په کور دننه او بهر له افغانانو غوښتنه کیږي چې د سولې فرصت دې له لاسه نه ورکوي.
قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته اوس په کور دننه له ټولو ښکیلو غاړو غوښتنه ده چې له فرصت ګته پورته کړي.
د ملي باور سیاسي جرګه له امریکا، افغان دولت او طالبانو غوښتي چې هوکړه عملي کړي، بندیان دې ازاد کړي او تلپاتې اوربند دې اعلان کړي.
یاده جرګه وايي، اوربند، د بندیانو ازادي او د سولې په تړاو بین الافغاني مذاکرات پرمختګ دی او باید له دې فرصت ګټه پورته شي.
د ملي باور سیاسي جرګه وایي، افغانستان کې سوله د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پر وضعیت هم مثبت اغیز لري او د اړیکو پراختیا لامل کېږي.
د ملي باور سیاسي جرګه له امریکا غوښتي چې له طالبانو سره شوې هوکړه دې عملي کړي او له افغانستان دې مسؤلانه ووځي.
د ملي باور سیاسي جرګه له ښکیلو غاړو دغه راز غوښتي چې د یو بل پروړاندې له پروپاګنډا ډډه وکړي او ټول دې د واحد افغانستان لپاره کار وکړي.
د دې جرګې وړاندیز دا دی چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د خبرو لپاره دې یوه دریمګړې ډله برابره شي او پر ټاکلې نېټه دې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
د ملي باور سیاسي جرګه د بین الافغاني مذاکراتو د بریا، سولې، او تلپاتې امن په موخه له ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان، اروپایي تولنې، د شانګهای او سارک سازمان او نورو اړوندو خواو غوښتي چې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.











