د ملي امنیت شورا سلاکار، زلمي خلیلزاد، رایس ویلسن او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سره کتلي.
د ملي امنیت شورا سلاکار د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سره وکتل.
حمدالله محب؛ زلمي خلیلزاد او په کابل کې امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلس سره پر افغان سولې خبرې کړي دي.
په دې لیدنه کې د هیواد د سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو، سیاسي تحولاتو او امنیتي وضعیت خبرې شوي.
دواړو خواوو بحث کړی چې څه ډول باید د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت نه په غوره توګه استفاده او راتلونکي اقدامات یې ښه رهبري شي.
محب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو سره هم لیدلي او د افغانستان پر روان وضعیت او سولې پروسې خبرې کړي دي.
په دغه لیدنه کې ټینګار شوی چې حکومت دې د بین الافغاني خبرو لپاره چمتووالی ولري.











