Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: د سولې تاریخي فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي

admin by admin
2020/03/05

د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې تازه کابل ته راغلی وايي، د سولې تاریخي فرصت باید لا لاسه ورنکړل شي

خلیلزاد وايي، “موږ ټول باید کار وکړو ترڅو د سولې پر وړاندې هغه خنډونه لرې کړو چې د بین الافغاني خبرو لپاره مو کار ټکنی کوي. زه پر ټولو افغانانو غږ کوم چې هېواد ته لومړیتوب ورکړي او دا تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي.”

د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي، امریکا ژمنه ده ترڅو د بندیانو تبادلې ته زمینه برابره کړي.

خلیلزاد ویلي، “موږ له دواړو خواو ملاتړ کوو ترڅو زیات شمېر (بندیان) خوشې کړي.”

له دې سره سم د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ د کرواشیا له لومړي وزیر سره په خبري کنفرانس کې ویلي، چې ناټو د افغان ځواکونو، روزنې، تجهیز او مرستې ته ژمنه او دوی له دې لارې طالبانو ته دا پیغام ورکوي، چې د جنګ په ډګر کې بریالي کیدای نه شئ او مجبور یاست، چې مذاکراتو ته غاړه کېږدئ.

سټولټنبرګ ویلي، چې دوی به په تدریجي توګه افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون راکم کړي او په خبره یې چې باید په دې کې بېړه ونه شي.

د ناټو سر منشي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک لومړی ګام بللی او زیاته کړې یې ده، چې په دې برخه کې اوږده او سخته لار په مخکې ده.

سټولټنبرګ ویلي، دوی به خپل حضور کم کړي، چې طالبان هوکړې ته ژمن پاتې شي، خو په ورته وخت کې به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist