وسله وال طالبان وايي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغې ډلې له مرستیال او په قطر کې د دې ډلې له مشر ملا عبدالغني برادر سره ټلفوني خبرې کړي دي.
پخپله ولسمشر ټرمپ هم تیره ورځ ناوخته سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې “د طالبانو له مشر ” سره یې ډېرې ښې خبرې کړې دي. هغه زیاته کړه، طالبانو ورسره ومنله چې تاوتریخوالي نشته.
په افغانستان کې د طالبانو د غورځنګ له راڅرګندېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر د دې ډلې له یوه جګپوړي مشر سره مخامخ خبرې کوي.
ملا برادر په دې تلیفوني مکالمه کې ویلي که امریکا پر خپلو ژمنو عمل وکړي نو طالبان به په راتلونکې کې له دوی سره ښې اړیکې وپالي.
ټرمپ دغه راز له طالب مشرتابه سره ژمنه کړې چې سولې راتلو سره به د افغانستان بیا رغونې لپاره د فوق العاده مرستو بندوبست وکړي.