افغان ولسمشر محمد ا شرف غني چې نن یکشنبه یې خبري غونډې ته خبرې کولی هیله وښوده چې داورکم بهیر په اوربند بدل شي.
ویل کېدل چې ډېر ژر به ۵ زره طالب او زر افغان زندانیان آزاد شي خو ولسمشر غني وویل چې د زندانیانو په تړاو د امریکا له نظر سره همنظره نه دی.
محمد اشرف غني وویل چې د بین الافغاني خبرو لپاره به روانه اونۍ بحثونه پيل کړي.
ولسمشر وویل چې د بین الافغاني خبرو پلاوی به بشپړ واک ونه لري او وروستۍ پریکړه به ملت کوي.
ولسمشر وویل چې د بین الافغاني خبرو عملي کېدو په تړاو به لویه جرګه، پارلمان یا هم ملت تصمیم نیسي.
ولسمشر نن یوځل بیا د شته اساسي قانون، ښځو حقونه او بیان آزادۍ ټینګار وکړ.