اروپايي اتحادیه وايي، د افغانستان د سولې لپاره د هر اقدام ملاتړ کوي.
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي رولاند کوبیا ویلي، که د جګړې ټولې خواووې په خپلو ژمنو عمل او درناوی ورته وکړي په افغانستان کې سوله مممکنه ده. رولاند کوبیا ویلي هغه څه چې نن په دوحه کې ترسره کیږي او سولې ته لار پرانیزي اروپايي اتحادیه یې ملاتړ کوي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا وايي، د امریکا او افغان حکومت ترمنځ کابل کې نننۍ ګډه اعلامیه پر ګډو موخو او لاسته راوړنو ولاړه ده.
کوبیا ویلي، دا اعلامیه د متحدینو ګډو ارزښتونو او موخو ښکارندویي کوي.
کوبیا په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې تازه کابل ته د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ را ورسیده.
ناټو د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ټاکل شوې عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ له افغانستان نه لیدنه وکړي او افغان ولسمشر غني او نورو چارواکو سره به وګوري.
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر ماریک اسپر هم کابل ته را رسېدلی او ټاکل شوې چې ولسمشر غني سره ګډه اعلامیه خپره کړي.