• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د تاوتریخوالي کمښت اونۍ سولې ته هیلې زیاتې کړي

admin by admin
2020/02/27

د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي کمېدو د افغانانو پر ژوند مثبت اغېز کړی.

کابل ښاریان د تاوتریخوالي کموالی سولې ته د رسېدو لپاره مناسبه لار یادوي او د طالبانو او امریکا تر منځ له دې پرېکړې خوښ دي.

د کابل ښار اوسیدونکي د سولې په خبرو کې د ښکیلو غاړو پر هڅو ټینګار کوي او باور یې دا دی چې سوله یې ژوند بدلوي.

کابل ښاریان د تېرو شپږو ورځو راهیسې د نورو ورځو په توپیر د امن او ارامښت په فضا کې خپلې ورځنۍ چارې پر مخ بیایي او له ښکیلو غاړو غوښتنه کوي چې د یوې اوونۍ د تاوتریخوالي کمېدل پر دایمي اوربند او سولې بدل کړي.

د کابل ښار اوسیدونکو داسې وویل (( دا د خوښۍ ځای دی چې په تیرو څو ورځو کې جنګ او بریدونه نه دي شوي د جګړې له ښکیلو خواوو مو غوښتنه دا ده چې د دایمي اوربند او سولې لپاره سره جوړ شي،،،، دا څو ورځې موږ د ارام ساه ایستلې جنګ جګړې او بریدونه نه شته خلک خوښ دي ډير خلک تر خپلو ولایتونو لاړل هغو ځایونو ته چې مخکې نه شو تللی.))

تېره ورځ د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان سکاټ میلر هم کابل ښار ته راوتلي وو او له ښاریانو سره یې روغبړ کړی و.

کابل ښاریان په عامه ځایونو کې د چارواکو پلي تګ د سولې د راتګ زیری یادوي او وايي هغه ژوند غواړي چې بدبختې جګړې ترې اخیستی.

تمه ده چې د روانې میاشتې په نهه ویشتمه نېټه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي چې دې چارې له بلې هرې ورځ سولې ته د افغانانو هیله مندي او تلوسه زیاته کړي. کابل ښاریان پر دواړو خواوو غږ کوي چې ژر تر ژره دې په هیواد کې د دایمي سولې زیری راوړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025
بلوڅ آزادي غوښتونکي: د پاکستان پوځ پر ضد د هېروف عملیاتو لمنه مو پراخه کړې

پښتین: خيبرپښتونخوا کې هوايي بريدونو له۱۰ زيات ولسي خلک ژوبل کړې

د بریټانیا ځانګړو ځواکونو غړیو افغانستان کې د جنګي جرمونوپه ترسره کولو اعتراف کړی

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې
اقتصاد

مې 12, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist