Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پښتین: پاکستانی ریاست دې له پښتون وژنې لاس واخلي

admin by admin
2020/02/26

منظور پښتین یو ځل بیا پر پاکستاني ریاست توندې نیوکې وکړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین چې تازه له زندانه ازاد شوی، له شمشاد ټلویزیون سره په مرکه کې پر پاکستاني حکومت نیوکې کړي چې له دوه کلونو راهیسې د پښتنو پروړاندې تاوتریخوالي ته زور ورکړی.

منظور پښتین وايي، تر هغې له خپلې مبارزې لاس نه اخلي چې د پاکستان له حکومت څخه یې د پښتنو د خوندي ژوند ضمانت نه وي اخیستی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر چې له نهه ویشت ورځو بند وروسته تیره ورځ له زندانه ازاد شو د خپلې مبارزې په دوام ټینګار کړی.

پښتین لر او بر افغانان یو تن او وجود بللی او د قام د تحفظ لپاره قرباني خپل مسوولیت ګڼي.

پښتین خبرداری ورکړی چې تر هغې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي چې له پاکستاني حکومت څخه یې د پښتنو د خوندي ژوند ضمانت نه وي اخیستی.

منظور پښتین داسې وویل (( له هغه مهاله چې موږ د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه پیل کړې او د پښتنو لپاره مو د انصاف غوښتنې غږ پورته کړی د پاکستاني ریاست له لوري موږ سره تر بل هر وخت تاوتریخوالی زیات شوی دی. موږ لا کمه مبارزه کړې موږ به خپلې مبارزې ته تر هغه وخت دوام ورکړو چې پاکستاني ریاست ضمانت نه وي راکړی چې نور به د پښتون وطن څخه د جنګ میدان نه جوړوي او پښتانه به نه وژل کیږي. موږ به تر هغې مبارزه کوو تر څو چې پاکستاني ریاست د پښتون له وژلو لاس نه وي اخیستی.))

منظور احمد پښتین دتیرې جنوري میاشتې په ۲۷ نیټه د پاکستاني پولیسو له لوري ونیول شو چې نږدې یوه میاشت يې په زندان کې تیره کړه او پرله پسې ۷ محکمې بریالۍ نه شوې چې نوموړی مجرم ثابت کړی.

پښتین چې تیره ورځ له زندانه ازاد شوی خبرداری ورکړی چې لا هم د پښتنو وطن د جګړو مرکز دی او تر هغې به مبارزه کوي چې پښتون وطن یې له ظلم او بربریت نه وي ژغورلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist