د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک به خپله دونالډ ټرمپ لاسلیک کړي.
تېره ورځ امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې له دې چې هندوستان ته سفر وکړي خبریالانو ته ویلي، دی به خپله له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي.
ټرمپ ویلي، له طالبانو سره هوکړه کوي چې افغانستان کې سوله راشي.
هغه ویلي، طالبان له جګړې خسته شوي او افغانان هم غواړي چې جګړه ختمه او سوله راشي، نو ځکه په هر صورت چمتو دی چې له طالبانو سره سوله وکړي.
له دې سره د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان افغانستان کې د امن فضا جوړېدو له اوونۍ هرکلی وکړ.
د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان سکرتر جنرال ډاکتر یوسف ویلي، د طالبانو، امریکا او افغان دولت ترمنځ د امن فضا جوړېدو له اوونۍ ملاتړ کوي او هیله لري چې یوې تلپاتې سولې ته به لاره هواره کړي.
د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان ویلي، له دغه اقدام بشپړ ملاتړ کوي او هڅه کوي چې بریا ته ورسېږي.
د افغان سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.
وروسته له هغې چې زلمي خلیلزاد له یو شمېر افغان سیاسیونو سره خبرې اترې وکړې، ارګ ته د ولسمشر غني د لیدو لپاره تللی.
خلیل زاد او اشرف غني د امن فضا جوړېدو اوونۍ لومړیو دوه ورځو ارزونه کړې او د راتلونکو نورو ورځو په تړاو یې خبرې کړي دي.
ټاکل شوې چې څلور ورځې وروسته د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي.