د تېرې شپې ۱۲ بجو راپدېخوا په جګړه کې د ښکیلو غاړو ترمنځ د امن فضا جوړېدو اوونۍ پیل شوه.
د ملي امنیت شورا ویلي، د دغه بهیر د پیل لپاره افغان امنیتي ځواکونو بشپړ چمتووالی لري.
د اوونۍ دغه بهیر د څار لپاره د افغان او امریکايي ځواکونو ترمنځ ګډه نظامي شبکه جوړه شوې چې مشري یې امریکایي جنرال سکاټ میلر کوي او ټول مالومات دوحه کې له طالب لوري سره شریکوي.
طالبانو هم په یوه اعلامیه کې پر خپلو جنګیالیو غږ کړی، چې د یوې اونۍ لپاره دفاعي حالت غوره کړي.
اعلامیه کې له وسله والو طالبانو غوښتنه شوې، چې د دولت تر حاکمیت لاندې ساحو ته له ورتګ ډډه وکړي.
ولسمشر غني وايي، د سولې لپاره د حکومت اراده غښتلې ده او ډير ژر به بین الافغاني خبرې هم پیل شي.
اشرف غني د امن فضا جوړېدو اوونۍ چې تېره شپه دولس بجې پیل شوه د دایمي اوربند او بین الافغاني خبرو د پیل لپاره اغېزمن اقدام یاد کړ.
ولسمشر وایي، د امن فضا جوړېدو اوونۍ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې، دفاعي حالت خپل کړي او له دې پروسې جدي څارنه وکړي.
هغه وایي، دغې اونۍ کې به د داعش او القاعده ډلو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو عملیات دوام ولري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي، له لسيزو وروسته له طالبانو سره تفاهم ته رسېدلي چې، د امن فضا جوړه او د تاوتريخوالي کچه راکه شي.
پمپيو ويلي، د تاوتريخوالي راکمولو مرحله اوږدمهالې سولې لپاره يو مهم اقدام دی او له افغانانو يې غوښتي چې، له دې فرصت ګټه پورته کړي.
طالبانو په يوه اعلاميه کې ويلي، چې امريکا سره به د سولې تړون د نړيوالو ناظرينو په شتون کې لاسليک کړي.