• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امن فضا اوونۍ د سولې او اوربند لپاره ښه فرصت دی

admin by admin
2020/02/22

امریکا او ناټو باور لري چې، د امن فضا اوونۍ به لاره هواره کړي چې، بین الافغاني خبرې پیل شي.

ولسمشر غني افغان ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې پر طالبانو دې بریدونه بند کړي او یوازې دفاعي حالت کې دې وي.

یوناما هم په یوه خبرپاڼه کې د تاوتریخوالي کمېدو هرکلی کړی او دا یې د تلپاتې سولې لپاره یو ښه فرصت بللی.

طالبانو ویلي، د هوکړه لیک لاسلیک لپاره به مناسبه فضاء برابره کړي او د طالبانو هر برید او ډز باید سرغړونه و نه بلل شي.

(( د طالبانو بریدونه ۸۰ سلنه راکم شي، طالبان پر هېڅ ښار برید نه ‌کوي او نه به هم د بهرنیو ځواکونو پر نظامي مرکزونو ډزې کوي. ))

طالبانو وروستۍ اعلامیه کې ویلي چې د توافقنامې د لاسلیک لپاره د مناسبې فضاء په برابرولو کې د ټولو ولایاتو مرکزونه د قول اردوګانو، فرقو، غونډونو او بهرنیوقواوو مرکزونه شامل دي. له دې علاوه، د مجاهدینو هر ډز او برید باید تخطي ونه بلل  شي. ځکه دا عام اوربند نه دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما‌ د امن فضا جوړېدو هرکلی کړی او دا یې د تلپاتې سولې لپاره یو ښه فرصت بللی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما داسې ویلي (( جګړه کې ټولې ښکیلې غاړې دې د تاوتریخوالي کمولو لپاره لاس په کار شي او د دایمي اوربند او تلپاتې سیاسي ټیکاو لپاره دې لاره برابره شي.))

امریکا او ناټو هم له دغه اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې، د ملي یووالي له حکومت سره په مشوره يې مرکچيان په دوحه کې له طالبانو سره په ټول افغانستان کې د تاوتريخوالي پر پام وړ کمولو سلا شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو داسې ویلي (( افغانستان کې د تلپاتې سولې یوازينۍ لاره دا ده چې افغانان په ګډه د خپل هېواد پر راتلونکې سلا شي، که څه هم ننګونې شته، خو دوحه کې شوي پرمختګونه ښه فرصت دی او افغانان باید ترې ګته پورته کړي.))

د ناتو سرمنشي، ینس ستولتنبرګ داسې ویلي (( د امن فضا اوونۍ کې د تاوتریخوالي په کمولو کې د طالبانو د چمتوالي او توان ارزونه ده او دا چې طالبان څومره په سوله او ښه نیت ښودلو کې برخه اخلي.))

په کور دننه ځینې شنونکي بیا که څه هم دا اقدام غوره ګڼي، خو وایي، باید داسې یو ادرس موجود وي چې د راکمېدونکي تاوتریخوالي ضمانت یې کړی وای.

ټاکل شوې چې اووه ورځې وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي او له هغې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي
افغانستان

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي

مې 11, 2025
د پاکستاني طالبانو تحریک: تېره میاشت مو د پاکستان پر پوځ ۱۴۷ بریدونه کړي
نړۍ

ټي.ټي.پي ۲۵ پاکستاني پوځيان وژلي

مې 11, 2025
افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې
افغانستان

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

مې 11, 2025
چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

سرپرست حکومت د باثباته افغانستان په اړه د چين او روسیې د ولسمشرانو له څرګندونو هرکلی کړی

مې 11, 2025
عثماني: د غنمو توليد برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوې یو
اقتصاد

عثماني: د غنمو توليد برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوې یو

مې 10, 2025
هند: نړۍ پاکستان د ترهګریزو ډلو پټنځای په توګه پېژني
نړۍ

د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال: نړۍ پاکستان د ترهګریزو ډلو پټنځای په توګه پېژني

مې 10, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist