ولسمشر غني د پنځه کلونو لپاره منتخب ولسمشر اعلان شو.
ټاکنو کمېسیون بلاخره وروستۍ پایلې اعلان کړې او محمد اشرف غني یې د پنځه کلونو لپاره د خلکو د رایو په اساس د افغانستان منتخب ولسمشر اعلان کړ.
د دولت جوړوونکي ټیم مشر اشرف غني ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رای وړي چې پنځوس جمع یو پوره کیږي.
عبدالله په ترتیب سره دویم او ګلبدین حکمتیار دریم ځای لري.
د ټاکنو د نهايي پاېلو له اعلان وروسته ولسمشر غني خپلو پلویانو سره خپله بریا ونمانځله او ملت ته یې وینا وکړه.
ولسمشر غني وویل، ولسونه پر جمهوریت باور لري او ټول هغه پلانونونه یې شنډ کړل چې د جمهوریت پر وړاندې جوړ شوي وو.
جمهور رییس غني، له خلکو مننه وکړه چې په ټاکنو کې یې ګډون وکړ او دولت ساز ټیم ته یې بیا د کار او خدمت فرصت ورکړ.
ولسمشر په خپله وینا کې سوله لومړیتوب یاد کړه او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې غوښتونکی دی.
ولسمشر په خپلو خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې سوله وکړي او د انتخاباتو له لارې دې واک ته ځان ورسوي.
له دې سره د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله په یو خبري کنفرانس کې د ټاکنو ګټونکی خپل ځان اعلان کړ.
عبدالله عبدالله د ټاکنو نهايي پاېلو اعلان رد کړ او خبرداری یې ورکړ چې په پاکو رایو یې ټاکنې ګټلي او همه شموله حکومت به تشکیل کړي.
نوموړي له خپلو پلویانو هم وغوښتل چې له خپلو رایو دفاع وکړي او د ټاکنو پاېلې ونه مني.
د ټاکنو نهايي پاېلو کې عبدالله عبدالله نهه دېرش سلنه رای وړي دي.
د ټاکنو له اعلان وروسته طالبانو په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې ناقانونه ګڼلي او زیاته کړې یې ده چې د ولسمشر په توګه د اشرف غني بیا ځلې ټاکنه مشروعیت نه لري او د سولې بهیر له محتوا سره په ټکر کې ده.