ولسمشر غني د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې د نړۍ یو شمېر چارواکو سره کتلي.
ولسمشر غني، د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې، د امریکا د سنا جرګې یو شمېر غړو او د المان او ترکیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره کتلي دي.
ولسمشر غني، د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس سره په لېدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سولې پروسې او د جنګ ختمولو لپاره د افغان حکومت پر ژمنتیا خبري کړي دي.
ولسمشر د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د سناتور لینزي ګراهام په مشرۍ د امریکا د سنا جرګې له غړو سره په لېدنه کې ویلي، ترهګري، افغانستان او امریکا ته ګډ ګواښ دی او باید له دغې شومې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې ګډې هڅې وشي.
ولسمشر غني دغه راز د د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره په جلا لېدنه کې د اقتصادي او امنیتي همکاریو په پراختیا، د سولې پروسې او د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا بحث او خبرې کړي دي.
ولسمشر په دغه لېدنه کې ویلي، افغانستان په سیمه کې د اقتصادي څلور لارې په توګه د سیمې هیوادونو، منځنۍ اسیا او ترکیې سره د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو غوښتونکی دی.