ټاکنو کمیسیون کې باوري سر چینه وايي له شکایتونو کمیسیون سره د اختلاف له امله د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه وځنډیدله.
ټاکل شوې وه چې ټاکنو کمیسیون د پنجشنبې په ورځ د هغو محلونو د بیاشمیرنې او تفتیش چارې پیل کړي چې شکایتونو کمیسیون یې د بیا کتنې پریکړه کړې ده، خو په ټاکنو کمیسیون کې یوې سرچینې شمشاد ته وویل له ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون سره د اختلافاتو له امله دغه بهیر وځنډیده .
په ورته مهال د ټاکنو کمیسیون ویاند میرزا محمد حقپرست وايي که تفتیش او بیاشمیرنه پیل شي په درې ورځو کې به یې بشپړه کړي .
د څار بنسټونه بیا پر ټاکنیزو کمیسیونونو نیوکې لري چې ګني تقویم یې نه دی مراعت کړی او همداراز په خپلو کې همغږي نه لري .
د فیفا بنسټ اجرایوي مشر یوسف رشيد وايي له دې وړاندې چې ټاکنو کمیسیون بیا شمیرنې او تفتیش ته لاړ شي لومړی دې د وروستیو پایلو د اعلان کره نیټه مالومه کړي .
خو ټاکنو کمیسیون وايي د تقویم پر اساس دوی مکلف دي چې له تفتیش وروسته د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي .
ټاکنو کمیسیون ټینګار کوي چې له تخنیکي پلوه هیڅ ډول ستونزه نه لري او چمتو دي چې په ټول هیواد کې بیا شمیرنه پیل کړي .