دایکندي کې واورې ښویدنې لس کسان مړه کړي دي.
د دایکندي ولایت مقام ویلي چې ددغه ولایت په بېلابېلو پېښو کې ځینو چې په ځینو سیمو کې د کورونو چتونه لوېدلي او خلک یې مړه کړي دي.
د والي مرستیال محمد علي ارزګاني ویلي چې میرامور ولسوالۍ قیصار رباط سیمه کې تېره شپه یو کور لوېدلی چې د یوې کورنۍ شپږ غړي په کې وژل شوي دي.
د همدې ولسوالۍ دهن اوبه سیمه کې بیا یو کور لویدلی چې ۱۱ غړي تر خاورو او واورو لاندې شوي دي.
مرستیال والي وایي، احتمال لري چې تر واور او خاور لاندې د دې کورنۍ ټول غړي مړه شوي وي.