Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پامپیو: له طالبانو سره د سولې خبرو کې پرمختګ شوی

admin by admin
2020/02/12

ولسمشر محمد اشرف غني پر خپل ټویټر لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ورسره د ټیلفون پر کرښه له طالبانو سره د سولې خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړ.

ولسمشر غني لیکلي، خوښ دی چې پامپیو ورته ټیلفون وکړ او له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې یې د پرمختګ خبر ورکړ.

ولسمشر لیکلي، دا د ستاینې وړ پرمختګ دی او خوښ دی چې د سولې په اړه د دوی اصولي دریځ ګټوره پایله ورکړه او لومړنۍ موخه یې دا ده چې بې مانا وینه تویېدنه پای ته ورسېږي.

اجرایه رییس عبدالله عبدالله هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، پامپیو ورته د همدې خبرې لپاره زنګ وهلی و.

عبدالله عبدالله ویلي، پامپیو هیله څرګنده کړه چې دغه پرمختګ به د دوه اړخیزې هوکړې، بین الافغاني خبرو پیل او تلپاتي سولې ته د رسېدو لپاره زمینه برابره کړي.

له دې سره سم د نیویارک ټایمز راپور له مخې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کیدلو او د امریکايي ځواکونو ایستلو ته غاړه ایښې ده.

ډونالډ ټرمپ دا شرط ایښې چې طالبان باید په دوام دار ډول د تاوتریخوالي کمیدل عملي کړي .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو شمیر افغان او امریکایي چارواکو له قوله لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو د ټرمپ د دې هوکړې په اړه افغان چارواکو سره ټلیفوني خبرې کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist