طالبان باید د تاوتریخوالي کمولو ظرفیت او نیت څرګند کړي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وړاندې رسنیو ته وویل چې طالبان د مذاکراتو مېز ته کېني چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره سیاسي حل ته زمینه برابره شي.
سټولټنبرګ وویل چې د افغان سولې ملاتړ لپاره غوره لاره د افغان ځواکونو ملاتړ او هغوی ته د مشورو او روزنې ورکول دي.
هغه د بین الافغاني ناستې برابرولو برخه کې د جرمني او ناروې له هڅو هرکلی وکړ.
د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ خبریالانو ته وویل چې طالبان دې د تاوتریخوالي کمولو ته ښه نیت ښکاره کړي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ داسې وویل (( طالبان باید د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې نیت او وړتیا وښیي چې افغانستان کط تلپاتې سولې لپاره سیاسي حل ته زمینه برابره کړي. موږ د سولې په برخه کې له هر هغه ګام هرکلی کوو چې تاوتریخوالی کموي.))
د ناټو سرمنشي یو ځل بیا ژمنه او ټینګار وکړ چې دوی به نه یوازې د افغان ځواکونو روزنې او مشورې ورکولو ته دوام ورکړي، بلکې له مالي لحاظه به هم د افغان ځواکونو ملاتړ لپاره د هغوی تر څنګ وي.
د ناټو سرمنشي داسې وویل (( زموږ په باور د افغان سولې ملاتړ لپاره ښه لاره دا ده چې د افغان ځواکونو د روزنې او هغوی ته د مشورو ورکولو او همکارۍ برخو کې ژمن اوسو. د روزنې او همدا راز د مالي ملاتړ په وسیله د افغان ځواکونو ملاتړ سره موږ له افغانانو سره مرسته کوو چې طالبانو ته څرګند پیغام ورکړي چې هغوی د جګړې په ډګر کې نه شي بریالي کېدلای. دوی باید د مذاکراتو مېز ته کېني.))
سټولټنبرګ د سولې په برخه کې د جرمني او ناروې له هڅو هم هرکلی وکړ.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ داسې وویل (( ناروې او جرمني د بین الافغاني مذاکراتو برابرولو لپاره وړاندیز کړی. که موږ اوس پرمختګ وګورو او موږ وکولای شول چې بین الافغاني مذاکرات پیل کړو، نو جرمني او ناروې د بین الافغانی مذاکراتو د برابرولو وړاندیز کړی او موږ یې هرکلی کوو.))
د ناټو غونډه د چهارشنبې په ورځ رسماً پیل شوه چې پکې به د ناټو د غړو او یو شمېر نورو هېوادونو دفاع وزیران ګډون وکړي چې د افغانستان سرپرست دفاع وزیر به هم پکې وي.
دغه غونډه چې دوه ورځې به دوام وکړي؛ پکې به افغانستان، منځني ختیځ او د روسیې په اړه بحث وشي.