د امریکا لخوا د هوکړې په لاسلیک کې ځنډ د طالبانو حوصله تنګه کړې.
طالبانو خلیلزاد ته په جدي ډول ویلي چې نور د توافق نامې لاسلیک کې ځنډ ورته د منلو نه دی .
خلیلزاد له طالبانو درې ورځې وخت غوښتی تر څو د هوکړې د لاسلیک لپاره د خپلو مشرانو مثبت او منفي ځواب تر لاسه کړي.
داسې ښکاري چې طالبان نور د امریکا له فرعيي غوښتنو په تنګ شوي او د هوکړې د لاسلیک او نه لاسلیک لپاره یې له خلیلزاد سره جدي خبرې کړي دي.
طالبانو خلیلزاد ته د وړمې ورځې په غونډه کې ویلي، نور د دې حوصله نلري چې د هوکړې د لاسلیک لپاره ځنډ ته په تمه شي.
د سولې خبرو څارونکي ادرسونه وايي، ملا برادر خلیلزاد ته د خپلو نظامي فشار له امله ویلي، د هوکړې متن وختي وروستی شوی او امریکا باید اوس عملا لاسلیک ته رامخکې شي.
خلیلزاد له خپلو مشرانو سره د برادر د دې غوڅې غوښتنې د شریکولو لپاره درې ورځې وخت غوښتی دی.
طالبانو او امریکا رسمي په دې تړاو څه نه دي ویلي او افغان حکومت د قطر خبرو وروستۍ پایلې ته انتظار باسي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا وايي دوی په تمه دي چې د قطر خبرې به ښيې پاېلې ولري.
افغان سیاسیون هم وخت ناوخته په دوحه کې په روانو خبرو نیوکې لري چې ګڼي جزییات یې پټ ساتل شوي.
ګلبدین حکمتیار وايي، د ټرمپ له وروستیو خبرو داسې ښکاري چې دواړه لوري هوکړې ته نیږدې شوي دي.
د مالوماتو په اساس د طالبانو سیاسي دفتر وروستۍ خبرې مستقیم د خپلو نظامیانو په غوښتنه مطرح کړې چې ګڼي دوی نه پوهیږي د سولې لپاره چمتوالي ونیسي او که جګړې ته.
طالبان هر کال د جګړې لپاره نوي عملیات اعلانوي او ښايي د دوی نظامیانو دغه غوښتنه هم د خپلو راتلونکو پلانونو لپاره کړې وي.