Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان پوځ لاهم په پرمختللو تجهیزاتو سمبال نه دی 

admin by admin
2020/02/10

د پوځ مخکینی لوی درستیز وایي، شرایطو او ګاونډیو هېوادونو وضیعت ته په کتو افغان پوځ اوس هم په تجهیزاتو سمبال نه دی.

بروکسل به دوه ورځو کې د ناټو د دفاع وزیرانو د ناستې کوربه وي، هغه ناسته چې تمه کېږي د افغانستان په تړاو به په کې مهمې پرېکړې داسې مهال وشي چې امریکا غواړي خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي.

اوس که له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتو بشپړ توافق راځي غوښتنه او تمه دا کېږي چې ناټو باید د افغان امنیتي ځواکونو سمبالښت او روزنې په برخه کې مرسته وکړي.

د ملي دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شیرمحمد کریمي وايي، د سیمې وضیعت او شرایطو ته په کتو باید ناټو افغان ځواکونو ته غټې وسلې او مهمې جنګي الوتکې ورکړي.

ناټو په تېرو ۱۹ کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو په روزنه او سمبالښت کې کار کوي، خو لاهم اردو په لویو وسلو نه ده سمبال شوې.

افغان امنیتي ځواکونه سره له دې چې د نړیوال امنیت لپاره وسلوالو ډلو سره په جګړه بوخت دي سږنی کال یې لوړه قرباني ورکړې ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي، افغان حکومت به د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې د وسلو غوښتنه وکړي.

خو پوښتنه داده چې امریکا او متحدینو یې ولې تر اوسه افغان پوځ په لویو وسلوسمبال نه کړ؟

د ملي دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریمي داسې وايي ((

طبیعي ده چې د امریکا پوځي تجهیزات،وسلې، جنګي او اکمالاتي هیلوکوپټرې د قیمت له اړه ډېرې ګرانې دي. ښايي امریکا خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره چې په کمو مصارفو ورته رسېدای شي نه غواړي چې په دې برخه کې دومره لوی لګښت وکړي. ))

د ناټو د دفاع وزیرانو کنفرانس کې به د افغانستان سربېره د سیمې په هېوادونو هم خبرې وشي.

دا کنفرانس په یو داسې وخت کېږي جوړیږي چې طالبانو سره د امریکا د سولې خبرې روانې دي.

امریکا له افغانستان څخه وتو لپاره په یوه داسې سیاسي حل لارې کار کوي چې د دوی له وتو وروسته هم د امریکا حضور پاتې وي.

اوس به ولیدل شي چې د ناټو کنفرانس کې به د افغانستان په اړه کومې پرېکړې وشي خو انتظار داده چې ممکن ځینې هېوادونه د افغانستان څخه د وتو په برخه کې خپل لوری واضح کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist