قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ رسمي خبرې ولاړې خو غیررسمي بحثونه روان دي.
امریکایانو او طالبانو د پخوانیو خبرو په دوام غیر رسمي ناستې روانې کړې او ښايي دواړه لوري په نیږدې ورځو کې بیا رسمي خبرې پيل کړي.
په عموم کې د دوی خبرې خلاصې شوي او راتلونکې ناستې به په فرعيي خبرو تمرکز ولري.
د طالبانو او امریکایانو تر منځ د متقابلو غوښتنو په سر خبرې سړې شوې دي او داسې راپورونه هم خپاره شوي چې اوس خبرې مطلق دریدلي دي.
په قطر او کور دننه د سولې خبرو څارونکي بیا وايي، چې خبرې نه دي دریدلي او دواړه لوري یو او بل ته په سپارل شویو غوښتنو له مشرانو سره سلا مشورې کوي.
مالومات دا دي چې دواړو لوري د خبرو د دوام او یوې پایلې ته د رسیدو لپاره غیر رسمي ناستې کړي.
د سولې انیستیوت مشر خلیل الله ساپی داسې وايي (( دوی د تاوتریخوالي د میکانیزم، نظارت او تطبیق په اړه او همدا راز د توافق نامې له لاسلیک وروسته پر ځینو نور موضوعاتو چې د بین الافغاني خبرو پیل باندې غیر رسمي لیده کاته او مشورې کړې دي.))
طالبانو تر اوسه د تازه او پیل کیدونکو ناستو په تړاو څه نه دي ویلي، خو امریکا ویلي د سولې خبرې لاهم روانې دي او زیات هیله مند دي چې یوې هوکړې ته ورسیږي.
طالبانو ته نیږدې کسان وايي، هلته قطر کې په عمومي مسایلو خبرې خلاصې شوي او ضرورت نشته چې له سره په لویو مسایلو بحث وشي.
د سولې خبرو په وړاندې ظاهرا د تاوتریخوالي موقتي کمښت ستونزه ښکاري هغه چې امریکایان یې د مودې د غځېدو غوښتنه کوي.
د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله تېره ورځ ویلي، د امریکایانو او طالبانو تر منځ توافق بین الافغاني خبرو ته لار پرانیزي.
د سولې د روانو خبرو په لړ کې خوست ولایت کې یو قراردادي امریکايي وګړی اختطاف شوی چې پړه یې په طالبانو اچول شوې خو طالبان رسمي په دې تړاو څه نه وايي.