امریکا ادعا کړې چې افغانستان کې د تریاکو تولید زیات شوی دی.
د سپینې ماڼۍ د مخدره توکو د کنټرول ادارې په خپله کلنۍ ارزونه کې ویلي چې، افغانستان کې د تریاکو تولید زیات شوی دی.
ارزونه کې ویل شوي چې، د تېرکال په پرتله افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی، خو د تریاکو تولید زیات شوی دی.
د دغې ادارې د مالوماتو له مخې، ۲۰۱۹ کال کې د کوکنارو کښت ۲۸ سلنه کم شوی دی.
سپینې ماڼې ویلي، یاغیان د نشه يي توکو د قاچاق له لارې عاید ترلاسه کوي چې له امله یې افغانستان کې نا امني او فساد زیات شوی دی.
د سپینې ماڼۍ د مخدره توکو د کنټرول ادارې ویلي، افغان حکومت سره به ګډ کار وکړي چې دا ستونزه حل کړي.
افغان حکومت تر اوسه د سپینې ماڼۍ د مخدره توکو د کنټرول ادارې د ارزونې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.