د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته د خپل کلنۍ وینا پر مهال ویلي، له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي او خپل سرتېري کورونو ته ستنوي.
ټرمپ ویلي، غواړي افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه پای ته ورسوي او سرتېري کورونو ته ستانه کړي.
ټرمپ یوځل بیا ویلي، نه غواړي افغانستان کې بېګناه افغانان ووژني.
ولسمشر ټرمپ خپله کلنۍ وینا کې وویل: “موږ نه غواړو چې سلګونو زره افغانان چې ډېر هم بې ګنا دي، ووژنو”.
“موږ هڅه کوو چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوو او خپل ځواکونه کور ته ستانه کړو”.