ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو خپله پریکړه ټاکنو کمېسیون ته واستوله.
ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو شکایتونه په څلورو ګټګوریو کې څېړلي.
په لومړۍ ګټګورۍ کې ۱۰۲ زره هغه رایې دي چې له د ټاکنو په ورځ له وخت وړاندې یا هم ځانګړي شوي وخت وروسته کارول شوي دي.
په دویمه ګټګورۍ کې ۱۳۷ زره هغه رایې دي چې شکمنې بلل کېږي.
درېیمه ګټګوري د ریزلشټونو او بایومتریک ترمنځ توپير دی.
په څلورمه ګټګوري کې د ۲ زره ۴ سوو محلونو رایې دي.
ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ددغو مواردو په تړاو د بیا تفتیش غوښتنه کړې ده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نظر دادی که د هرې ګټګورې په تړاو ۶۵ سلنه باور موجود وي بیا باوري دي.