حکومت خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره مالوماتو ته لاسرسی محدود کړی.
له تېری ورځې راهیسې د ژورنالیستانو اتحادیې او یو شمېر افغان رسینو د دولتي ادارو پر وړاندې اعتراض کړی چې رسنیو ته د مالوماتو په ورکړه کې پاتې راغلي.
د افغانستان څار بنسټونه هم د دې اعتراضونو ملاتړ کوي او وایي حکومت د قانون خلاف عمل کوي او ډیری اداری دې ته اړ باسي چې رسنیو ته د مالوماتو د ورکړې لپاره حاضر نه شي.
څار بنسټونه مالوماتو ته د لاسرسي کمیسیون د حکومت په پلوۍ تورنوي او وايي چې خپل استقلالیت یې نه دی ساتلی.
په افغانستان کې د څار بنسټونو اجرایوي مشر اکرام افضلي داسې وویل (( په یو شکل له دې وضعیت استفاده وشوه چې اطلاتو ته لاسرسي کمیسیون د حکومت په واک او اختیار کې شي چې ددغه کمیسیون استقلالیت یې تر سوال لاندې وړی. تېره ورځ هم دغه کمیسیون د حکومت په نیمګړتیاوو پرده واچوله چې دا پخپله دا ښیی چې دغه کمیسیون استقلالیت نه لري.))
په ورته وخت کې مالوماتو ته د لاسرسي کمیسیون د څار بنسټونو ادعاوې بې بنسټه یادوي او وایي چې کړنې یې د قانون پر اساس دي.
د څار بنسټونو موندنې ښیي چې ډیری دولتي ادارې په څېړنیزو راپورونو کې د معلوماتو په ورکولو کې پاتې راغلي او دې ته نه دي حاضر شوي چې د فساد په برخه کې اړین مالومات رسنیو سره شریک کړي.
سره له دې چې څار بنسټونه او د رسنیو مسولین پر دولتې ادارو نیوکه کوي چې مالومات ورسره پر وخت نه شریکوي خو حکومت بیا دا تورونه ردوي او وایي چې په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري.