جګړه د سوریې حکومتي ځواکونو او ترکي ځواکونو ترمنځ روانه ده او د لا سختیدو امکانات یې هم شته.
ترکیه وايي، ایدلیب ښار شاوخوا یې وروسته له هغې پر سوري پوځي اډو بریدونه کړي چې هغوی یې ځواکونه وژلي وو.
ترکي رسنۍ وایي، د سوریې حکومت د سرحد پر سر پر ترکي ځواکونو برید کړی چې له امله یې ۵ تنه وژلي او درې نور ټپیان دي.
ترکي ځواکونه ادعا کوي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ملکيان هم شامل دي.
اخوا د ترکیې دفاع وزارت وايي پر سوري ځواکونو د ځوابي بریدونو په ترڅ کې به یې له ۳۰ تر ۳۵ سرتیري وژلي وي.