د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا سیګار ویلي، د ۲۰۱۸ م کال د وروستیو درېیو میاشتو په پرتله ۲۰۱۹ م کال کې د طالبانو بریدونه ۱۷ سلنه زیات شوي دي.
د سیګار د راپور له مخې طالبانو د ۲۰۱۹ په وروستیو درېیو میاشتو کې ۸۲۰۴ بریدونه کړي چې ۱۷ سلنه زیاتوالی ښکاره کوي.
د سیګار راپور له مخې د ۲۰۱۸ په وروستیو درېیو میاشتو کې طالبانو ۶۹۷۴ بریدونه کړي دي.
سیګار زیاته کړې چې د طالبانو بریدونه له ۲۰۱۰ کال راپه دېخوا بې سارې دي.
د سیګار راپور پر بنسټ ۲۰۱۸ م کال کې افغان حکومت اته ولسوالۍ له لاسه ورکړې چې ولکه یې ۵۳.۸ سلنې ته راکمه کړه.
راپور زیاته کړې اوسمهال ۱۲.۳ سلنه ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې دي او ۳۳.۹ سلنه کې بیا دواړه خواوې ځای ځای ولکه لري.
افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو د درېدو غوښتنه
مخکني ولسمشر حامد کرزي له خلیلزاد سره په لیدنه کې د سولې پروسه کې د امریکا د هڅو پر لا زیات جدیت او چټکتیا ټینګار کړی او له امریکایي لوري یې غوښتي چې افغانستان کې خپل نظامي عملیات بند کړي.
سره له دې چې ولسمشرۍ ماڼۍ د خلیلزاد له قوله ویلي، له طالبانو سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، خو د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر ویلي، خلیلزاد له کرزي سره په لیدنه کې د سولې په خبرو کې له پرمختګه خوښي ښودلې ده.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې د کابل په سفر بوخت دی له ولسمشر غني، مخکني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله او افغان سیاستوالو سره ناستې کړي دي.
د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، خلیلزاد افغانستان کې د سولې په پروسه کې له پرمختګونو او لاسته راوړنو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې له طالبانو سره به هوکړې ته ورسېږي.
حامد کرزي د سولې پروسه کې د امریکا د هڅو پر لا زیات جدیت او سرعت ټینګار کړی او له امریکا یي غوښتي چې افغانستان کې خپل نظامي عملیات بند کړي.