.تازه موندنې ښيي چې تیره میاشت کې دهوايي بریدونو له امله ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي
بلخ، زابل، کندز او بادغیس هغه ولایتونه دي، چې په دې وروستیو څو اونیو کې د افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۴ ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.
د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې حکومت ګرم بلل کېږي، چې د هوايي بریدونو کې افغان حکومت ټول مسوولیت بهرنیو ته ورکړی او حکومت بې وسه شوی دی.
نیوکه بیا پر سیاسیونو دا ده، چې ولې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو باندې چپه خوله پاتې دي او که خپل غږ اوچت نه کړي د هوايي بریدونو دغه لړۍ به دوام پیدا کړي.
دفاع وزارت بیا وايي، چې د عملیاتو پر مهال افغان امنیتی ځواکونه د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه کوي؛ خو د بهرنیو بریدونو په تړاو څه نه وايي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره په امنیت شورا کې یو اداره جوړه شوې چې د ملکي وګړو د وژل کېدو کچه راکمه کړي؛ هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د هغوی نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو د له پر لپسې اړیکو سر سره هغوی څه ویلو ته حاضر نه شول.
تحلیل دا دی که د ملکي وګړو مرګ ژبله ونه درول شي، احتمال شته چې د جګړې اور یو ځل بیا تازه شي.