د نیویارک ټایمز د راپور پر اساس د امریکا د اردو د مرکزي قوماندانۍ مشر کنت مکینزي ادعا کړې چې دی په افغانستان کې د ایران له زیاتېدونکو فعالیتونو په اندېښنه کې دی.
دغه امریکایي جنرال ادعا کړې چې ایران همېشه هڅه کوي د نیابتي ډلو له لارې امریکا او د هغوی ملګري وڅاري.
مکینزي ویلي، افغانستان کې د ایران د فعالیتونو زیاتوالی د امریکا لپاره د خطر زنګ دی.
کنت مکینزي له طالبانو سره د سولې په تړاو ویلي، طالبان به په زور اړ باسي چې سوله وکړي او له سولې پرته به یې وځپي.
له دې سرهد جمعې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د اردو له مرکزي قومندان کنت مکینزي سره کتلي.
دواړو لوریو په دغه کتنه کې په سیمه کې د وروستیو بدلونونو، دوه اړخیزو امنیتي همکاریو او له افغانستان سره په امنیتي او دفاعي سکتور کې د امریکا پر دوامدارو ژمنو بحث کړی.
کنت مکینزي ویلي، افغان امنیتي ځواکونه ستایلي چې په وینا یې امنیتي برخه کې لاسته راوړنې لري.
ولسمشر غني ویلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپل هیواد د دفاع وړتیا لري او وې کولی شو چې په افغانستان کې داعش ډله وځپي.