د هوکړې لاسلیک سره د طالبانو او امریکا ترمنځ اوبند کېږي خو پر افغان ځواکونو بریدونه کمېږي.
د امریکا سره د سولې هوکړې لاسلیک په صورت کې به پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کیږي.
رویټرز خبري اژانس د سولې خبرو ته د نږدې سرچېنو له قوله دا هم ویلي چې پر افغان ځواکونو به هم د طالبانو بریدونه کمیږي.
سرچینې په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړي.
دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په دې وروستیو کې په ګڼو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.
په وروستیو څو ورځو کې په کندوز او بغلان کې پر افغان ځواکونو د طالبانو برید کې تر ۳۰ ډېر سرتېري وژل شوي هم دي.
بلخوا افغان حکومت هم د هر نور وخت په پرتله د ژمي په مهال پر طالبانو بریدونو ته زور ورکړی.