امریکا د خپلې لوېدلې الوتکې په اړه څېړنې نه دي بشپړې کړي.
په غزني کې د نسکورې شوې مهمې امریکايي الوتکې اړخونه لاهم نه دي روښانه شوي.
پنټاګون وايي، تر اوسه د قربانیانو په اړه څه نشي ویلی ځکه هر ځلې لومړني مالومات ناسم ثابت شوي.
د مالوماتو له مخې نسکوره شوې الوتکه د هغو الوتکو څخه وه چې د غوڅ ملاتړ ماموریت ټول هوايي ځواک څاري.
پنټاګون منلې چې لویدلې الوتکه په غزني ولایت کې په مهم ماموریت بوخته وه، خو د نسکورېدو په اړه یې تر اوسه څېرنې نه دي بشپړې شوي.
د امریکا د هوايي پوځ جنرال ډېو ګولډفين داسې ویلي (( دغه الوتکه چې ای ۱۱ ماډل وه، د امریکايي ځواکونو پوځي الوتکه وه. الوتکه هغه سیمه کې غورځيدلې چې اوس مهال د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه ده. موږ د قربانیانو په اړه اوس څه نشو ویلی ځکه هر ځل چې لومړني مالومات راځي هغه ناسم وي، موږ تر هغې منتظر یوو چې اصلي راپورونه را ورسیږي))
د لومړنیو مالوماتو له مخې الوتکه کې څلور کسان وژل شوي چې امریکا د دوو هغو جسدونو د ترلاسه کېدو خبر ورکړی دی.
طالبانو هم د وروستۍ مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه شریکوي.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مېرزا محمد یارمند داسې وايي (( طالبان تر اوسه په هغومره کچه تسلیهاتي وړتیاوو باندې نه دي مجهز چې دغه ډول پرمختللې الوتکې سقوط کړي. دغه الوتکې په ډېره لوړه ارتفاع پرواز کوي. دغه الوتکې د قرار ګاه، عملیاتي قطعاتو او همغږۍ ټیم ترمنځ د وای فای فعال سیستم باندې سمبالې دي.))
د افغانستان د هوايي ځواکونو پخوانی قوماندان وهاب وردګ وايي، د نسکورې شوې الوتکې مرکز کندهار کې دی او د زیات مهم والي له امله یې شمېر دلته د ګوتو په شمېر دی. وردګ وايي، یاده الوتکه د دولسو کسانو ځای ظرفیت لري.
د هوايي ځواک پخوانی قوماندان جنرال وهاب وردګ داسې وویل (( په افغانستان کې چې څومره پوځي او حمایوي الوتکې دي دا ټولې د همدغې الوتکې لخوا چې را لوېدلې ده اداره کېږي. زما هیڅ ګومان نه راځي چې دغه الوتکه دې ویشتل شوې وي. ډېر احتمال لري چې دغه الوتکه دې د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې وي. تر کومه ځایه چې زه خبر یم د الوتکې تور بکس ددوی لاسته ورغلی دی نو اوس دې ووايي، چې د الوتکې په لوېدو کې پیلوټ ستونزه لرله او که الوتکې تخنیکي ستونزه پيدا کړې.))
افغان حکومت نه غواړي چې د لویدلې الوتکې په تړاو نظر ورکړي چې ایا دغه الوتکه طالبانو ویشتې او کنه، خو روسي استخبارات وايي، الوتکه کې د امریکا مهم استخباراتي افسر وژل شوی دی.