امریکا تایید کړې چې له طالبانو سره خبرې یې لا هم قطر کې دوام لري.
د سولې په تړاو د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو سلسله دوام لري او دواړه لوري هغه راپورونه په یو ډول ردوي چې ګڼي خبرو کې ستونزه پیدا شوې ده.
د وروستیو راپورونو په اساس ، امریکایانو طالبان ته نوي شرایط وړاندې کړي خو دواړه لوري د خبرو په وروستي پړاونو کې دي.
دلته کابل کې بیا د امریکايي ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر او افغانستان کې د امریکا ژازدفیرې له ولسمشر غني سره د سولې په تړاو خبرې کړي او دا یې په روښانه ټکو ویلي چې د دوی د استازو او طالبانو تر منځ خبرې دوام لري.
د ارګ اعلامیه کې د ناټو ځواکونو د قومندان سکاټ مېلر له قوله داسې لیکل شوي دي ((د سولې په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو تر منځ خبرې قطر کې دوام لري او که نوي پرمختګونه وشي خلیلزاد به هغه کابل ته له خپل سفر سره سم حکومت سره شریک کړي))
د سولې خبرو څارونکي هم په دې نظر دي چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ په جوړه شوې طرحه کې بدلون ممکن نه ښکاري.
له قطر څخه مالومات دا دي چې خلیلزاد له دوحې نامالوم لوري ته سفر کړی چې ښايي اسلام آباد یا هم کابل ته تللی وي.
ځینې سرچنې وايي، خلیلزاد کابل ته راسیدلی خو په رسمي ډول دغه خبر تراوسه نه دی تایید شوی.
امریکا خپله داسې مهال د خبرو د دوام خبره کوي چې په دې ورستیو کې د روانو خبرو د ځنډ په اړه راپورونه خپاره شول، ادعا دا وه چې امریکایانو طالبانو ته نوي شرایط وړاندې کړي خو یوه لوري هم په رسمي ډول د دې ادعاوو په اړه څه نه وو ویلي.