د افغانستان د روغتیا وزارت له چین څخه انتقال کیدونکي ویروس کرونا په وړاندې هیڅ ډول چمتووالی نه لري.
د روغتیا وزارت مالومات ښیې چې د کرونا ویروس وژونکی دی خو له چین څخه راتلونکو مسافرینو لپاره هیڅ ډول د معاینې او د ناروغۍ د درملنې امکانات نشته .
ځیني افغان سوداګر بیا وایي، سوداګرۍ یې له خنډونو سره مخ او دوی د کرونا ویروس څخه په تښته افغانستان ته راغلي دي.
چین کې د کرونا ویروس ورځ تر بلې پراخیږي او د مړینې کچه یې هم لوړیږي.
چین او افغانستان ترمنځ د مسافرو انتقال په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو اوازې خپرې کړي خو د روغتیا وزارت یې هم په وړاندې هيڅ ډول چمتووالی نه لري.
چین کې نوي راپورنه ښیي چې سلګونه کسان د کرونا په ویروس اخته شوي چې څه د پاڅه څلویښت کسان تر اوسه مړه شوي دي.
له چین څخه تازه راستانه شوي افغانان بیا خپلو سوداګریو ته اندیښمن دي او دکرونا ویروس له ډاره نشي کولی په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.
د روغتیا وزات په کور دننه له خلکو غوښتي چې حفظ الصحه ته پام وکړي او که د کرونا ویروس باندې اخته کسانو سره مخ کیږي ژر تر ژره دې نږدې روغتیایي مرکز سره اړیکه ونیسي.
کرونا ویروس پیښې اوس د چین سربېره اروپایي او نورو هېوادونو کې هم ثبت شوي.
د چین دننه بیا ډیری ټرانسپورټي لارې بندې شوي او ژر تر ژره د کرونا ویروس درملنې لپاره شپږ ورځو کې د زر بستریز روغتون جوړیدو چارې هم روانې دي.